د اكنامسټ له مخې عمران نيازي د آئي اېم اېف څخه د پروګرام د منظورۍ مخ نيوي له هڅه كړې۔وزيراعظم شهباز شريف

اسلام آباد 08 ستمبر (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي په نړيواله كچه نوميالۍ جريدے اكنامسټ كښې شائع شوو دوو خبرونو د عمران نيازي په اره زمونږ د دريځ تصديق كړے٬هغه پاكستان كمزورے كول غواړي۔د زيارت په ورځ په خپل يو ټوېټ كښې ده ووئيل جريدے په خپله تازه شماره كښې ليكلې دي چې عمران نيازي د آئي اېم اېف څخه د پروګرام د منظورۍ مخ نيوي له هڅه كړې او هغه اوسنے د سېلاب آفت سياسي پوائنټ سكورنګ لپاره كاروي۔ده ووئيل نيازي پاكستان كمزورے كول غواړي