اسلام آباد 01 جولائي (اے پي پي﴾ اولس مشر ممنون حسېن سره د كركټ د قومي لوبډلې كپتان سرفراز احمد په كراچې كښې ملاقات وكړو۔ د كركټ قومي لوبډلې ته په چېمپئز ټرافې كښې په تاريخي بريا مباركي وركولو سره اولس مشر ووئيل چې كپتان سرفراز احمد او د ده لوبډلې خواري كولو سره د بريا ترلاسه كړې۔ ده ووئيل چې د سرفراز احمد په مشرې كښې د پاكستان د …
اولس مشر ممنون حسېن سره د كركټ د قومي لوبډلې كپتان سرفراز احمد ملاقات وكړو
اسلام آباد 01 جولائي (اے پي پي﴾ اولس مشر ممنون حسېن سره د كركټ د قومي لوبډلې كپتان سرفراز احمد په كراچې كښې ملاقات وكړو۔ د كركټ قومي لوبډلې ته په چېمپئز ټرافې كښې په تاريخي بريا مباركي وركولو سره اولس مشر ووئيل چې كپتان سرفراز احمد او د ده لوبډلې خواري كولو سره د بريا ترلاسه كړې۔ ده ووئيل چې د سرفراز احمد په مشرې كښې د پاكستان د كركټ لوبډلې طلائي دور بيا راروان دے۔ اولس مشر د قومي لوبډلې او د كپتان سرفراز احمد جذبه ستائيلو سره د دې باور څرګندونه وكړه چې د ده په مشرې كښې به د كركټ په مېدان كښې د كاميابې لړې روانه وي۔












