پارا چنار 30 جون (اے پي پي) د آئي اېس پي آر ډائرېكټر جنرل مېجر جنرال آصف غفور وئيلي دي چې پاك پوځ ټول هېواد كښې يو برابر امنيتي انتظامات باوري كوي٬ مونږ ټولو له به په ګډه د ترهه ګرۍ لعنت ته ماتې وركول وي٬ د پارا چنار اولس په غوښتنه سرلښكر پارا چنار كښې په پوځي دستو كښې زياتوالې او د سېف سټي منصوبې اعلان وكړو٬ دې سره …
پاك پوځ ټول هېواد كښې يو برابر امنيتي انتظامات باوري كوي
پارا چنار 30 جون (اے پي پي) د آئي اېس پي آر ډائرېكټر جنرل مېجر جنرال آصف غفور وئيلي دي چې پاك پوځ ټول هېواد كښې يو برابر امنيتي انتظامات باوري كوي٬ مونږ ټولو له به په ګډه د ترهه ګرۍ لعنت ته ماتې وركول وي٬ د پارا چنار اولس په غوښتنه سرلښكر پارا چنار كښې په پوځي دستو كښې زياتوالې او د سېف سټي منصوبې اعلان وكړو٬ دې سره به امنيتي انتظامات لا ښه شي۔ ده د جمعې په ورځ دا خبرې په پارا چنار كښې خبريالانو سره كولې۔ مېجر جنرال آصف غفور ووئيل ټول هېواد كښې امنيت يو برابر دے٬ د ټول هېواد اولس يو برابر دي٬ مونږ د هر ډول فرقې نه پرته يو٬ مونږ پاكستانيان او مسلمانان يو٬ يو موټې كېدو سره د ترهه ګرۍ دې لعنت له ماتې وركول دي او انشاء الله مونږ به په دې كښې بريالي كېږو۔ ده ووئيل د ځائي خلقو غوښتنې ځينې د امنيت پحقله دي او ځينې سياسي وي٬ د امنيت پحقله چې كومه غوښتنه وه د ھغې سرلښكر په سمدستي توګه د پوره كولو امر وكړٶ په دې لړ كښې به زياتې ډلې په ځائ كولې شي او د سېف سټي اعلان هم شوے دے٬ دې سره به د امنيت انتظام لا ښه شي۔ ده ووئيل په ټوله افغان پوله د ازغن تار لګولو عمل شروع كړے شوے ٬ په وړومبي پړاٶ كښې ھغه حساس سيمې چرته چې ترهګر د داخلېدو هڅې كوي لګول كېږي او دغسې په دوېم پړاٶ كښې به په ټوله پوله ازغن تار لګولې شي۔












