د كشمير د آزادې هڅې ترهګري ګرځولو سره د امريكې اولس مشر ډونلډ ټرمپ د ظالم هند ملاتړ كوي

اسلام آباد 29 جون (اے پي پي) د پاكستان تحريك انصاف چيئرمېن عمران خان وئيلي دي چې د كشمير د آزادې هڅې ترهګري ګرځولو سره د امريكې اولس مشر ډونلډ ټرمپ د ظالم هند ملاتړ كوي٬ د ټرمپ هېڅ كار نشته چې هغه په افغانستان كښې د هند د لاس وهنې لار هواره كړي۔ د ټرمپ د افغانستان پالېسي به د وړاندې نه وران صورتحال لا كړكېچن كړي۔ د زيارت …

اسلام آباد 29 جون (اے پي پي) د پاكستان تحريك انصاف چيئرمېن عمران خان وئيلي دي چې د كشمير د آزادې هڅې ترهګري ګرځولو سره د امريكې اولس مشر ډونلډ ټرمپ د ظالم هند ملاتړ كوي٬ د ټرمپ هېڅ كار نشته چې هغه په افغانستان كښې د هند د لاس وهنې لار هواره كړي۔ د ټرمپ د افغانستان پالېسي به د وړاندې نه وران صورتحال لا كړكېچن كړي۔ د زيارت په ورځ په خپل يو بيان كښې ده ووئيل چې د هند په ځائ دا پاكستان دے چې افغانستان سره شريكه پوله لري٬ د ټرمپ مداخلې سره د شخړې په حل كښې ستونزې پېدا شي۔ ده ووئيل چې د ټرمپ- مودي بيان د امريكې د خارجه پالېسې څخه د اخلاقياتو او انصاف وروستې رمق هم ختم كړے۔ عمران خان ووئيل چې د امريكې خارجه پاليسي د وسلې خرڅولو او د پېسې ګټلو حكمت عملي جوړه شوې۔ په فلسطين كښې امريكا د ظالم اسرائيلي پټه مرسته كوي۔

مزید خبریں