د کرونا وائرس رنځ څخه بچ كېدو لپاره بايد په احتياطي تدبيرونو عمل وكړې شي۔ وزيراعظم شهباز شريف

اسلام آباد 29 جون (اے پي پي) وزيراعظم شهبازشريف وئيلي دي چې په هېواد كښې د کرونا وائرس رنځ څخه بچ كېدو لپاره بايد په احتياطي تدبيرونو عمل وكړې شي۔ د شورو په ورځ خپل ټويټ كښې وزيراعظم ووئيل د کرونا کېسز بيا د زياتېدونكې شمېرې له مخئ زه ټول قام ته اپيل كوم چې د كرونا پحقله په هداياتو او اېس او پيز عمل وكړئ۔ ده ووئيل زمونږ د فرنټ لائن وركرز او ډاكټرانو زمونږ ساتلو لپاره ډېرې قربانۍ وركړې دي٬ مونږ له د كرونا وائرس وباء په ضد ترلاسه كاميابۍ ضائع نه كړو