اسفنديار ولي خان د نړيوالي ورورولۍ څخه د افغانستان زلزله ځپليو له د مرستي غږ وكړو

پېښور 23 جون (اے پي پي) د عوامي نېشنل پارټۍ (اے اين پي) صدر اسفند يار ولي خان د زيارت په ورځ د افغانستان زلزله ځپليو مرستې لپاره په سمدستي توګه د نړيوالي ورورولۍ څخه د مرستې غږ كړے۔خپل يو بيان كښې اسفند يار ولي خان افغانستان كښې د زلزلې له ا مله په شوې ځاني زيان د افسوس څرګندونې كولو سره ووئيل د زلزلې له امله ځپلې شوي افغانان په دې سخت وخت كښې د نړيوالي ورورولۍ سمدستي مرستې ته سترګي په لاره دي،بايد نړيواله ورورولي د افغانانو یه دې سخت وخت كښې په زړه پوري مرسته وكړي،ده ووئېل اے اين پي په دې سخت وخت كښې د ځپليو سره ولاړ دے