افغانستان كښې زلزلې ډېر زيان كړے ٬ انګور اډه او غلام خان پوله دې پرانستلې شي۔ امير حېدر هوتي

اسلام آباد 22 جون (اے پي پي) دعوامي نېشنل پارټۍ پارلماني لارښود امير حېدر خان هوتي وئيلي دي افغانستان كښې زلزلې ډېر زيان كړے٬ د انګور اډه او غلام خان پولې دې پرانستلې شي۔ د شورو په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د اعتراض په نكته ده ووئيل تېره ورځ په افغانستان كښې د زلزلې له امله ډېر زيان شوے ٬ په انګور اډه او غلام خان پوله په لويه شمېره كډه كوٶنكي مېشته دي، دې لپاره دا بارډر دې پرانستلې شي۔ ده ووئيل كډوالو سره چې هلته څه شوي ھغه د افسوس وړ دي٬ د كډوالو د حقونو احترام هر ځاے كېږي