كوئټه 21 جون (اے پي پي)په نصير آباد ضلع كښې د پشكال بارانونو او ممكنه سېلابي خطرو له مخې ټولو محكمو ته د چمتو پاتې كېدو هدايات جاري كړے شوي ٬ دغسې چې انتظامات ته حتمي شكل وركړے شي٬غېر ضروري رخصتي دې منسوخ كړې شي او د كوم هم بېړني صورتحال له مخې دې هر ممكنه اقدامات وكړے شي۔ نصير آباد دفتر كښې ډپټي كمشنر ايمرجنسي كنټرول روم هم جوړ كړے او عمله به 24 ساعته موجود وي۔د دې خيالاتو څرګندونه د نصير آباد ډپټي كمشنر اظهر شهزاد د پشكال بارانونو او ممكنه سلابي صورتحال له مخې د اقدامات په اړه د افسرانو يوې غونډې ته د وېنا كولو په مهال وكړه۔په غونډه كښې د اسسټنټ كمشنرانو پشمول نور افسران هم موجود وو۔د نصير آباد ډپټي كمشنر اظهر شهزاد ووئيل د رېلوے ټريك او سندھ بلوجستان قامي سترو لارو د جوړو شوو پولونو صفائي وكړئ دغسې چې د اوبو روانګي ممكن وي