وزيراعظم شهباز شريف سره پخواني كركټر خالد محمود ملاقات وكړو

لاهور 19 جون (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف سره پخواني كركټر خالد محمود ملاقات وكړو. د اتوار په ورځ د وزيراعظم دفتر د مېډيا څانګې لخوا جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم د لاهور دورې په موقع پخواني ټېسټ كركټر خالد محمود هغه سره ملاقات وكړو. وزيراعظم سره اسامه اشفاق سرور او عبدالله اشفاق سرور هم په لاهور كښې ملاقات وكړو.