د افغانستان د كركټ لوبډلې په وړومبي ټي ټونټي مېچ كښې د زمبابوے لوبډلې ته په 6 وكټو ماتې وركړه

هرارے 11 جون (اے پی پی) د افغانستان د كركټ لوبډلې د درې مېچونو د سېريز په وړومبي ټي ټونټي مېچ كښې د زمبابوے لوبډلې ته په 6 وكټو ماتې وركړه. د خالي په ورځ د هرارے په سپورټس كلب كښې په وړومبي ټي ټونټي مېچ كښې د زمبابوے لوبډلې وړومبې بېټنګ كولو سره په ټاكل شويو 20 اورونو كښې د 8 وكټو په زيان 159 منډې جوړې كړې. د …

هرارے 11 جون (اے پی پی) د افغانستان د كركټ لوبډلې د درې مېچونو د سېريز په وړومبي ټي ټونټي مېچ كښې د زمبابوے لوبډلې ته په 6 وكټو ماتې وركړه. د خالي په ورځ د هرارے په سپورټس كلب كښې په وړومبي ټي ټونټي مېچ كښې د زمبابوے لوبډلې وړومبې بېټنګ كولو سره په ټاكل شويو 20 اورونو كښې د 8 وكټو په زيان 159 منډې جوړې كړې. د افغانستان لخوا نجات مسعود درې لوبغاړي وسوځول. د دې په ځواب كښې د افغانستان لوبډلې د خوندورې مقابلې نه پس په 19.2 اورونو كښې د 4 لوبغاړو په سوځېدو هدف پوره كړو. نجيب الله ځدران 44 منډې جوړې كړې او د لوبډلې په بريا كښې ئې مهم كردار ترسره كړو. حضرت الله ځاځي 45 او رحمان الله ګرباز 33 منډې جوړې كړې. د دواړو لوبډلو ترمېنځه د سېريز دوهم مېچ به ﴿نن﴾ د اتوار په ورځ كېږي.

مزید خبریں