د هند لخوا ورلډ ټي 20 بلائنډ كركټ كپ كښې د ګډون كولو بلنه راغلې۔ چیئرمین پی بی سی سی سیّد سلطان شاہ

اسلام آباد۔7جون (اے پی پی) د پاكستان بلائنډ كركټ كونسل (پی بی سی سی) چیئرمین سیّد سلطان شاه وئيلي دي د هند لخواد ورلډ ټي 20 بلائنډ كركټ كپ كښې د ګډون كولو بلنه راغلې ده۔ په ځائي كچه مختلف ايونټس كښې ورلډ كپ لپاره صلاحيت لرونكي لوبغاړي شارټ لسټ كړې شوي ٬ بياهم د حتمي لوبډلې اعلان به ورلډ كپ څخه وړاندې كولې شي۔ د نهې په ورځ د …

اسلام آباد۔7جون (اے پی پی) د پاكستان بلائنډ كركټ كونسل (پی بی سی سی) چیئرمین سیّد سلطان شاه وئيلي دي د هند لخواد ورلډ ټي 20 بلائنډ كركټ كپ كښې د ګډون كولو بلنه راغلې ده۔ په ځائي كچه مختلف ايونټس كښې ورلډ كپ لپاره صلاحيت لرونكي لوبغاړي شارټ لسټ كړې شوي ٬ بياهم د حتمي لوبډلې اعلان به ورلډ كپ څخه وړاندې كولې شي۔ د نهې په ورځ د پاکستان بلائنډ کرکټ کونسل (پی بی سی سی) چیئرمین سیّد سلطان شاہ ”اے پی پی” ته ووئيلورلډ بلائنډټی 20 کرکټ کپ به د روان كال دسمبر مياشتې 4 مې نه تر 17 مې نېټې په هند كښې كولې شي۔ په ايونټ كښې ګډون كولو له د هند بلائنډ کرکټ کونسل پاكستان ته بلنه رالېږلې ده ووئيل بياهم پاکستان بلائنډ کرکټ کونسل به ايونټ كښې د ګډون اجازې له به خارجه او داخله وزارتونو ته مراسله لېږي او د اجازې په ترلاسه كېدو به پاكستان ورلډ كپ كښې ګډون كوي۔ ده ووئيل په مختلف ايونټس كښې غوره كاركردګي ښوونكي شارټ لسټ كړے شوي۔ سیّد سلطان شاہ ووئيل د ورلډ ټي 20 بلائنډ كركټ كپ كوربتوب هند كوي۔ دا خبره دې ښكاره وي په كال 2017 كښې په هند كښې شوي ورلډ ټي 20 بلائنډ كركټ كپ كښې د هند بلائنډ كركټ ډلې پاكستان ته په ماتې وركولو ورلډ كپ ګټلے ؤ

مزید خبریں