د وزيراعظم محمد شهباز شريف د ملګرو ملتونو د امن عسكرو نړيوالې ورځې په مهال د پاكستانۍ امن ډلو هڅو او قربانيو ته د عقيدت پېرزوينې

اسلام آباد۔29مئی (اے پی پی) وزيراعظم محمد شهباز شريف د ملګرو ملتونو د امن عسكرو نړيوالې ورځې په مهال د پاكستانۍ امن ډلو هڅو او قربانيو ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كولو سره وئيلي دي چې د نړيوال امن د وياړ وړ فرض ترسره كوؤنكو د ملګرو ملتونو امن ډلو ته سلام كوم٬ د ملګرو ملتونو امن كارروائيو لپاره تر ټولو زيات 2 لكه ډلې وركول د پاكستان د امن …

اسلام آباد۔29مئی (اے پی پی) وزيراعظم محمد شهباز شريف د ملګرو ملتونو د امن عسكرو نړيوالې ورځې په مهال د پاكستانۍ امن ډلو هڅو او قربانيو ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كولو سره وئيلي دي چې د نړيوال امن د وياړ وړ فرض ترسره كوؤنكو د ملګرو ملتونو امن ډلو ته سلام كوم٬ د ملګرو ملتونو امن كارروائيو لپاره تر ټولو زيات 2 لكه ډلې وركول د پاكستان د امن دوستۍ او امن خوښۍ ښكاره ثبوت دې۔ د اتوار په ورځ د ملګرو ملتونو د امن سپاه نړيوالې ورځې په موقعه په خپل سیریز آف ټویټ كښې وزيراعظم شهباز شريف ووئيل د موجوده عمومي سېكتر لخوا د پاکستاني امن ډلو د قربانيو او هڅو اعتراف د ملګرو ملتونو ادارې او په نړيواله كچه يو درناوې دې۔ ده ووئيل د كال 1960 نه تر 2022 پاكستاني امن ډلو كښې شامل چارواكو او ځوانانو د وياړ وړ او مثالي كردار ترسره كړې دې۔ وزیر اعظم ووئيل د امن كارروائيو په مهال د پاكستان 169 فرزندانو د شهادت ستره درجه ترلاسه كړه٬ مونږ دغه شهيدانو ته سلام كوؤ۔ ده ووئيل مونږ د امن كارروائيو لپاره وسله والو ځواكونو ٬ رېنجرز ٬ اېف سي او د پوليس خذماتو ته هم د عقيدت پېرزوينې وړاندې كوؤ

مزید خبریں