د يوکرائن صدر د المان چانسلر ته په روسيه د بنديزونو اپېل وكړو

کېف 13 مئي (اے پي پي) د يوکرائن صدر وولوديمير زيلنسکي د المان چانسلر اولاف شولز ته په روسيه د بنديزونو لګولو اپېل كړے۔ د چين خبر رسنې ادارې د يوكرائن صدر د بيان تر مخه وئيلي دي چانسلر اولاف شولز سره د دفاعي مرستې٬ د توان په اړه مرستې او په روسيه د زياتو شوو بنديزونو په اړه خبرې اترې كړي۔ ده خپل ټويټ كښې ووئيل مونږ المان سره …

کېف 13 مئي (اے پي پي) د يوکرائن صدر وولوديمير زيلنسکي د المان چانسلر اولاف شولز ته په روسيه د بنديزونو لګولو اپېل كړے۔ د چين خبر رسنې ادارې د يوكرائن صدر د بيان تر مخه وئيلي دي چانسلر اولاف شولز سره د دفاعي مرستې٬ د توان په اړه مرستې او په روسيه د زياتو شوو بنديزونو په اړه خبرې اترې كړي۔ ده خپل ټويټ كښې ووئيل مونږ المان سره د لوړې كچې د خبرو او زمونږ په هڅو د ملاتړ ستائنه كوٶ۔ بلخوا د المان حكومت وياند د اولاف شولز پحقله وئيلي دي دا په روسيه منحصره ده چې ھغه په يوكرائن كښې په سمدستي توګه جنګ بندي وكړي٬ خپل پوځونه بېرته ستانه كړي او د يوكرائن سيمه ايزه سلامتيا او خپلواكي بحال كړي

مزید خبریں