روسيه ورلډ آرډر لپاره لوي خطر دے۔ د اروپائي كمېشن صدر خبردارے

ټوکيو 13 مئي (اے پي پي) د اروپائي كمېشن صدر ارسلا وان ډيرليان خبردارے وركړے چې روسيه ورلډ آرډر لپاره لوي او نېغ په نېغه خطر دے او په چين ئې زور راوړے چې په نړيواله كچه لا تعميري كردار ولوبوي۔ د فرانس خبر رسنې ادارې له مخې د اروپائي كمېشن او د اروپائي كونسل صدران د روسيه په يوكرائن د بريد نه بس خبرو اترو لپاره په جاپان كښې …

ټوکيو 13 مئي (اے پي پي) د اروپائي كمېشن صدر ارسلا وان ډيرليان خبردارے وركړے چې روسيه ورلډ آرډر لپاره لوي او نېغ په نېغه خطر دے او په چين ئې زور راوړے چې په نړيواله كچه لا تعميري كردار ولوبوي۔ د فرانس خبر رسنې ادارې له مخې د اروپائي كمېشن او د اروپائي كونسل صدران د روسيه په يوكرائن د بريد نه بس خبرو اترو لپاره په جاپان كښې موجود دے۔ د اروپائي كمېشن صدر د جاپان وزيراعظم فوميو کېشيډا سره د خبرو نه پس خپل بيان كښې وئيلي دي د يوكرائن په ضد جنګ پېل كولو سره روس ورلډ آرډر لپاره نن تر ټولو لوي او نېغ په نېغه خطر دے۔ ده ووئيل د اروپائي ائتلاف او جاپان د شراكتدارۍ پشمول مرسته زياتېږي چې پكښې به سلامتيا او مسابقت ته پام كولې شي۔ ده ووئيل دواړه به د كرونا وباء او د يوكرائن جنګ له امله د ځپلې شوي سپلائي چېن په بحالۍ كار هم كوي۔ د جاپان وزيراعظم ووئيل د يوكرائن په ضد د روسيه بريد نه يوازې اروپا لپاره د تشويش سبب دے بلكې د آسياء پشمول نړيوال نظام ئې ځپلے دے او دا د نه قبلېدو وړ خبره ده

مزید خبریں