یاؤنډے۔13مئی(اے پی پی) د كېمرون سركاري ميډيا وئيلي دي پېښې سره د مخ شوې الوتكې په مسافرو كښې څوك هم نه دي بچ پاتې شوې۔ د چين خبر رسنې ادارې له مخې سي آر ټي وي وئيلي چې د شورؤ په ورځ د كېمرون په مركزي سيمه كښې يوه كوچنۍ الوتكه كومه كښې چې 11 كسانو سفر كولو په يو ځنګل كښې پرېوتو سره ويجاړه شوه۔ په دې پېښه كښې …
په كېمرون كښې پېښې سره مخ شوې الوتكه كښې څوك هم ژوندې نه دې پاتې شوې٬ سركاري ميډيا

مزید خبریں
یاؤنډے۔13مئی(اے پی پی) د كېمرون سركاري ميډيا وئيلي دي پېښې سره د مخ شوې الوتكې په مسافرو كښې څوك هم نه دي بچ پاتې شوې۔ د چين خبر رسنې ادارې له مخې سي آر ټي وي وئيلي چې د شورؤ په ورځ د كېمرون په مركزي سيمه كښې يوه كوچنۍ الوتكه كومه كښې چې 11 كسانو سفر كولو په يو ځنګل كښې پرېوتو سره ويجاړه شوه۔ په دې پېښه كښې كوم هم مسافر ژوندې نه دې پاتې شوې۔ سی آر ټی وی په ټويټر ووئيلي چې د مرستې كارروائيو نه پس دا خبره رامخې ته شوې چې د پېښې ځائې څخه كم مسافر ژوندې نه دې موندلې شوې۔ په دې الوتكه كښې 9 مسافر او د عملې دوه كسان سپاره وو۔ دا الوتكه د ياؤنډے پلازمينې څخه قطبي سيمې ډومپتا ته روانه وه۔ دغه مهال ايئر ټرېفك كنټرول سره د دې رابطه قطع شوه۔ بلخوا ځائي ميډيا د پېښې سبب سخت طوفان ښودلې دې۔











