اسلام آباد 20 مئي (اے پي پي) د خارجه چارو سلاكار سرتاج عزيز وئيلي دي چې د كلبهوشن ياديو په كېس كښې پاكستان ټولې قانوني تقاضې پوره كړې دي٬ د هېواد د قوانينو له مخې د انصاف نړيوال عدالت د مرګ سزا نه شي ودرولې٬ په نړيوال عدالت كښې به خپل كېس په قوي ډول وړاندې كوو٬ كه ضرورت پېښ شو نو اټارني جنرل به هم عدالت ته وړاندې شي۔ …
۔ د خارجه چارو سلاكار سرتاج عزيز اېډيټرانو او سينئر اېنكرانو سره خبرې
اسلام آباد 20 مئي (اے پي پي) د خارجه چارو سلاكار سرتاج عزيز وئيلي دي چې د كلبهوشن ياديو په كېس كښې پاكستان ټولې قانوني تقاضې پوره كړې دي٬ د هېواد د قوانينو له مخې د انصاف نړيوال عدالت د مرګ سزا نه شي ودرولې٬ په نړيوال عدالت كښې به خپل كېس په قوي ډول وړاندې كوو٬ كه ضرورت پېښ شو نو اټارني جنرل به هم عدالت ته وړاندې شي۔ نړيوال عدالت د قونصلر رسنې لپاره كوم حكم نه دې كړے٬ د عبورې پرېكړې په نتيجه كښې د هند د بريا تاثر بې بنسټه دے٬ د سجن جندل دوره د ذاتي نوعيت وه او دې كېس سره ئې هېڅ تعلق نشته٬ د كلبهوشن ياديو د مور لخوا د رحم خواست ترلاسه شوے او په دې به غور كولې شي۔ ده دا خبرې د خالي په ورځ په خبري كنفرنس كښې د اېډيټرانو او سينئر اېنكرانو د بېلا بېلو پوښتنو ځوابونه وركولو سره وكړې۔ سرتاج عزيز ووئيل چې پاكستان د ملګرو ملتونو يو ذمه وار غړے هېواد دے٬ د كلبهوشن يادېو په معامله كښې مونږ د مكمل مشاورت نه پس د انصاف نړيوال عدالت ته تللي يو٬ مونږ سره يوازې پنځه ورځې وې٬ په دومره كم وخت كښې اېډهاګ جج لګول مونږ لپاره ممكن نه وو۔ ده ووئيل چې خاور قريشې وكيل ټاكل متفقه پرېكړه وه۔ د ده دلائل ټولو ستائيلي دي٬ زمونږ وكيل په مدلل انداز كښې د پاكستان كېس وړاندې كړے۔ ده ووئيل چې وئيلې كېږي چې په آئي سي جے كښې مونږ سره 90 دقيقې وې او مونږ يوازې 50 استعمال كړي دي٬ دا ډېر غلط تاثر دے۔ ده ووئيل چې قوي خبرې لپاره 10 دقيقې هم ډېرې وي۔ ده ووئيل چې په آئي سي جے كښې د پاكستان پوزيشن ډېر مستحكم دے۔ عدالت يوازې دومره وئيلي دي چې دا كېس مو مكمل نه وي اورېدلې تر هغې دې ده ته پاڼسي ورنه كړې شي۔ ده ووئيل چې كلبهوشن ياديو كوم عام هندي وګړې نه دے بلكې د هند د نېوي افسر دے۔ پاكستان به په عدالت كښې د ده اعترافي بيانونه وړاندې كوي۔ مونږ سره دا ښه موقع ده چې په پاكستان كښې د هند لاس وهنه په ډاګه كړو۔ ده ووئيل چې كلبهوشن ياديو په پاكستان كښې د ترهګرېې د كارروائيو اعتراف كړې٬ هغه ته د پاكستان د آئين او قانون له مخې سزا وركړې شوې۔












