پاك پوځ د ملګرو ملتونو پوځي مبصر له د هندي عسكرو په کنټرول لائن د ډزو په اړه بریفنګ

پينډۍ 17 مئی (اے پی پی) پاك پوځ د ملګرو ملتونو پوځي مبصر ته په جي ايچ كيو كښې د هندي عسكرو په کنټرول لائن د ډزو په اړه احتجاج ریکارډ كړو۔ د آئی اېس پی آر له مخې جی ایچ کیو كښې د ملګرو ملتونو پوځي مبصر له بلنه وركړې شوي چرته چې هغوي ته په کنټرول لائن د هندي عسكرو د اړخه د سیز فائر لائن په خلاف …

پينډۍ 17 مئی (اے پی پی) پاك پوځ د ملګرو ملتونو پوځي مبصر ته په جي ايچ كيو كښې د هندي عسكرو په کنټرول لائن د ډزو په اړه احتجاج ریکارډ كړو۔ د آئی اېس پی آر له مخې جی ایچ کیو كښې د ملګرو ملتونو پوځي مبصر له بلنه وركړې شوي چرته چې هغوي ته په کنټرول لائن د هندي عسكرو د اړخه د سیز فائر لائن په خلاف ورزیو بریفنګ وركړو ۔ د بريفنګ په مهال ووئيلې شو چې هندي عسكرو په 13,10او 16مئی لويه وسله كارولو سره په بروہ‘ سبز کوټ ‘ تندر ‘کوټ کترہ او کریلا سیکټر د ډزې كړي چې په نتيجه كښې ئې يو وګړې شهید شوې او د ميرمنو او ماشومانو پشمول 15 كسان ژوبل شوي۔ د ملګرو ملتونو پوځي مبصر په لائن آف کنټرول د تازہ صورتحال په اړه هم خبر كړې شو۔