اسلام آباد 03 مئي (اے پي پي) د وزیراعظم د قامي تاريخ او ادبي ورثې سلاحكار عرفان صدیقي وئيلي دي چې اردو سركاري او د دفتري ژبې په توګه رائج كولو له په كوټلې بنيادونو اقدامات روان دي٬ قامي خوب رښتيا كولو له قامي٬ سماجي او په معاشرتي كچه عملي جذبې او كردار ته اړتيا ده۔ ده دا خبرې د قامي ژبې ودې ادارې ترسېوري لاندې د قامي مذاكرې پرانستې …
اردو د سركاري او دفتري ژبې په توګه رائج كولو له په كوټلې بنيادونو اقدامات روان دي
اسلام آباد 03 مئي (اے پي پي) د وزیراعظم د قامي تاريخ او ادبي ورثې سلاحكار عرفان صدیقي وئيلي دي چې اردو سركاري او د دفتري ژبې په توګه رائج كولو له په كوټلې بنيادونو اقدامات روان دي٬ قامي خوب رښتيا كولو له قامي٬ سماجي او په معاشرتي كچه عملي جذبې او كردار ته اړتيا ده۔ ده دا خبرې د قامي ژبې ودې ادارې ترسېوري لاندې د قامي مذاكرې پرانستې دستورې ته خپله وېنا كښې وكړې۔” د قامي ژبې او پاکستانۍ ژبې ٬ پس منظر او پیش منظر” په سرخط قامي مذاكرې ته خپل صدارتي خطاب كښې عرفان صدیقي ووئيل د قامي سرود او بېرغ پشان د قامي ژبې هم خپل وياړ او امتياز وي٬ د اردو ژبې دا يو امتيازي وصف دے چې دا پاكستان كښې شامل د كومې منطقې خاص ژبه نه ده او د سركاري سرپرستۍ نه غېر هم دا پرله پسې خپرېږي چې سوب ئې ليكونكي او ادب تخليق كوٶنكې دي۔ ده ووئيل مونږ له به په قامي كچه بشپړه ايمان او باور سره د اردو د نفاذ عملي جذبې څرګندونه كول وي۔ ده ووئيل وزیراعظم محمد نوازشریف د سيمه ايزو ژبو كومو ته چې مونږ پاكستانۍ ژبې وائيو ډاډګيرنې او ودې له هر كال د 8 اېوارډونو منظوري وركړې كوم چې به سږ كال وركولې شي۔ په دستوره كښې پروفېسر فتح محمد ملك ٬ مسعود مفتي او د قامي ژبې ودې ادارې مشر افتخار عارف هم وېنا وكړه












