هانګ كانګ 17 مئي (اے پي پي) وزيراعظم محمد نواز شريف سره د شورو په ورځ د هانګ كانګ د لويو كمپنو مشرانو ملاقاتونه وكړل٬ د كمپنو مشرانو په پاكستان كښې په سرمايه كارې كولو كښې خوښي څرګنده كړه۔ وزيراعظم سره د زېډ ټي اي كارپورېشن چيئرمېن ين يائي من٬ د شانډونګ هائي سپيډ ګروپ چيئرمېن سن ليانګ او د بېجنګ انټرپرائيزېز هولډنګ لمېټډ چيئرمېن وانګ ډونګ جلا جلا ملاقاتونه …
وزيراعظم محمد نواز شريف سره د هانګ كانګ د لويو كمپنو مشرانو ملاقاتونه وكړل
هانګ كانګ 17 مئي (اے پي پي) وزيراعظم محمد نواز شريف سره د شورو په ورځ د هانګ كانګ د لويو كمپنو مشرانو ملاقاتونه وكړل٬ د كمپنو مشرانو په پاكستان كښې په سرمايه كارې كولو كښې خوښي څرګنده كړه۔ وزيراعظم سره د زېډ ټي اي كارپورېشن چيئرمېن ين يائي من٬ د شانډونګ هائي سپيډ ګروپ چيئرمېن سن ليانګ او د بېجنګ انټرپرائيزېز هولډنګ لمېټډ چيئرمېن وانګ ډونګ جلا جلا ملاقاتونه وكړل۔ په دې ملاقاتونو كښې د پاكستان او هانګ كانګ په پبلك پرائيوېټ سېكټر كښې تجارتي روابطو ته په وده وركولو خبرې وشوې۔ وزيراعظم د دې كمپنو مشران په پاكستان كښې د سرمايه كار دوست پالېسو په اړه خبر كړل چې له مخې ئې غېر ملكي سرمايه كارو ته مراعات او اسانيې وركولې شي۔ د هانګ كانګ د كمپنو مشرانو د ملاقات په موقع وركولو د وزيراعظم مننه وكړه او وې وئيل چې دوي به په پاكستان كښې د تجارتي موقعو په لټولو كار كوي۔










