اسلام آباد 16 مئي (اے پي پي﴾ اوبو او برېښنا دوهم وزير عابد شېرعلي وئيلي دي د فاټا اصلاحاتو په حقله د خزانې وزير او مولانا فضل الرحمان خبرې اترې پاې ته رسېدلې دي٬هند پھ يو عدالت كښې هم كلبهوشن نشي بچ كولې ٬راتلونكو ټول ټاكنو كښې د زرداري د لاس سندھ هم تلونكې ښكاري ۔پھ مارچ 2018 كښې به د هېواد څخه لوډشېډنګ ختم شي۔د نهې په ورځ د …
د فاټا اصلاحاتو په حقله د خزانې وزير او مولانا فضل الرحمان خبرې اترې٬
اسلام آباد 16 مئي (اے پي پي﴾ اوبو او برېښنا دوهم وزير عابد شېرعلي وئيلي دي د فاټا اصلاحاتو په حقله د خزانې وزير او مولانا فضل الرحمان خبرې اترې پاې ته رسېدلې دي٬هند پھ يو عدالت كښې هم كلبهوشن نشي بچ كولې ٬راتلونكو ټول ټاكنو كښې د زرداري د لاس سندھ هم تلونكې ښكاري ۔پھ مارچ 2018 كښې به د هېواد څخه لوډشېډنګ ختم شي۔د نهې په ورځ د پارلمان په خوا كښې مېډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل د فاټا اولس په قامي چوكاټ كښې شاملولو له قانون سازي كولې شي۔ او د فاټا اصلاحاتو عمل پھ اړه د مولانا فضل الرحمان او د سناتور اسحاق ډار ترمينځه خبرې بشپړې شوي دي۔ده ووئيل كلبهوشن د پاكستان دښمن دے٬هغه پاكستان كښې ترهه ګري كړې او يو شمېر بې ګناه كسان ئې وژلې دې۔هغه د پاكستان زيان كړی۔د لوډشېډنګ په اړھ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل پھ ښارونو اوكليو كښې د شيډول ترمخه لوډشېډنګ كېږي چرته چې خلق د برېښنا غلا كوي هلته لوډشېډنګ زيات كېږي۔ده ووئيل تر مارچ 2018 به هېواد څخه لوډشېډنګ ختم شي










