وزیراعظم عمران خان د چا د ډلې په برخه نه جورېدو غوره موقف خپل كړے ، په استحصال اډانه موجودہ عالمي نظام بدلولو ته اړتيا ده، د صدر ډاكټر عارف علوي نجي ټي وي چينل سره مركه

اسلام آباد 10 دسمبر (اے پي پي) صدر ډاكټر عارف علوي موجودہ نړيوال نظام ’’استحصالي‘‘ او ’’ په مفاداتو اډانه ‘‘ ګرځولو سره وئيلي دي وزیراعظم عمران خان د چا د ډلې په برخه نه جوړېدو غوره موقف خپل کړے ۔د دې خيالاتو خرګندونه ده د جمعې په ورځ نجي ټي وي چینل (سماء ) سره مركه كښې د امريكائې بلنې باوجود په جمهويرت ورچوئل سمټ كښې د پاکستان د ګډون نه كولو پريكړې په اړه د پوښتنې په ځوابكښې وكړه۔ صدر افغانستان، عراق، سوريه او په ځينې نورو هېوادونو كښې د شوې تباهۍ حواله وركړه او د افسوس څرګندونه ئې وكړه چې (امریکا او لويديز) په خپلو هېوادونو كښې جنګ نه غواړې خو په نورو سيمو كښې او په خاص توګه اسلامی هېوادونه د جنګونو او شخړو لپاره استعمالوي۔دا حقیقت ستائلو سره چې پاکستان جوهري ډیټرنس ترلاسه كړے ده ووئيل موجودہ استحصالی نړيوال نظام چې پكښې د هند غوندې لوي معیشتونه (د نړيوالو طاقتونو د اړخه) ستائلې شوي د هغې بدلولو ته اړتيا ده۔ صدر ووئيل څه ډول چې د پاکستان او امریکې ترمينځه ملګرتيا د هېواد دوړومبي وزیراعظم لیاقت علی خان د دور څخه وه ،هغه ملګرتيا روانه پاتې كيدې شي۔ د دوه مخيز معیار په اړه د پوښتنې په ځواب ده ووئيل امریکې په افغانستان كښې د خپلې موجودګۍ په مهال د ميرمنو او ماشومانو د بشري حقونو فکر نه لرلو خو د هلته نه د وتللو نه پس ئې د بشري حقونو فکر شروع كړو۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل پاکستان د انفارمېشن ټیکنالوجي (آئي ټي) د لارې پرمختګ او سوكالي ترلاسه كولو سره د پرمختلليو هېوادونو په فهرست كښې ځانله وړومبي صف كښې ځاے جوړولې شي ۔ د بدعنوانۍ مقدمو په اړه ده ووئيل به زياتو مقدمو كښې په عدالتی پريكړو كښې تاخیر كېږي،هېواد كښې د تند رفتاره انصاف نظام سره سره جامع پراسیکیوشن ته وده وركولو ته اړتيا ده۔ صدر داكټر عارف علوی د يوې پوښتنې په ځواب چې اولس به د بدعنوانه عناصر احتساب په اړه د پي ټي آئي بیانیه قبوله کړي پخپل مثبت ځواب كشې ووئيل وزیراعظم عمران خان د داسې مهمات او بیانیې چیمپئن دے۔ ده ووئيل وزیراعظم عمران خان پاکستان د مدينې رياست په شان د فلاحي ریاست جوړولو وژن لري او دا كوم نوے خيال نه دے بلكه د پاکستان تحریك انصاف چئیرمېن پشمول نورو لارښودو د 1990 لسيزه كښې په ګوند كښې پخپلو مباحثوں او مذاکرو كښې دا وژن رامخې ته كړے ؤ او په دې ئې اتفاق کړے۔د يوې بلې پوښتنې په ځواب ده ووئيل په مختلف ایشوز سوچ كښې بدلون يو ټرن نه دے ځكه چې د بدل شوي صورتحال یا ماحول په وجه د هغه مقصد ترلاسه كولو لپاره اړخ بدلول منطق دے۔ده ووئيل د مقصد ترلاسه كولو لپاره اړخ بدليدے شي خو اصول نه۔هېواد كښې د مذهبي انتها خوښۍ په اړه ده ووئيل داسې مذهبي ګوندونه په سیاسی چوكاټ كښې شاملولو سره په دې مسئله قابو موندلے كيدے شي۔ د موجودہ حکومت د اړخه ګڼ شمير آرډیننس جاری کولو په اړه د پوښتنې په ځواب صدر ووئيل كله چې پارلمان كار نه كوي نو حکومت آرډیننس راوړي۔ده ووئيل صدر مملکت د قانون او آئین پابند دے چې د حکومت په خواهش آرډیننس جارې كړي خو په موجوده حکومت كښې د پخوانو حکومتونو په مقابل كښې لږ آرډیننس جاری کړے شوي