د ملګرو ملتونو يمن لپاره د فوري مرستې اپيل

ملګري ملتونه ۔26 اکتوبر(اے پی پی) د ملګرو ملتونو لخوا وئيلي شوي دي چې په يمن كښې د كورنۍ جګړې سره مخ د لكھونو په شمېر خلك مرستې له فنډز ته اړتيا لري۔ د ملګرو ملتونو د خوراك ادارې اي ډي ډيډ بياسلي برطانوي ميډيا سره خبرو كښې ووئيل په يمن كښې په يو شمېر سيمو كښې د قحط خطره ده۔ هغه ووئيل په راتلونكي كال كښې دې جنګ ځپلي هېواد كښې د لكھونو په شمېر كسان د لوږې د لاس مړه كېدې شي۔ هغه ووئيل موجوده فنډز په راتلونكو څو اوونيو كښې ختمېدونكې دي او د مرستې لړۍ روانه ساتلو له فوري فنډز ته اړتيا ده۔ دا خبره دې ښكاره وي چې په يمن كښې د تېريو څو كلونو نه د حوثي ياغيانو او د حكومتي ځواكونو ترمينځه جنګ روان دے