مير واعظ فورم د اكتوبر په 27مه نېټه په مكمل توګه د هړتال او د بلېك آٶټ خواست وكړو

سرينګر 24 اکتوبر(اے پي پي) د هند تر غېر قانوني تسلط لاندې جمو و كشمير كښې د مير واعظ عمر فاروق په سرپرستې كښې قائم حريت فورم د اكتوبر په 27مه نېټه په مكمل توګه د هړتال او د بلېك آٶټ خواست كړے چې دغسې نړۍ ته واضح پېغام وركړے شي چې كشميرې اولس په خپله خاوره د هند جبري قبضه او د بشري حقونو د خلاف ورزو خاتمه غواړي. د كشمير مېډيا سروس له مخې د حريت فورم چيئرمېن ميرواعظ عمر فاروق په سرينګر كښې په خپل يو بيان كښې په ټوله نړۍ كښې مېشته كشميريانو ته وئيلي دي چې هغوي دې د اكتوبر 27مه نېټه د تورې ورځې په توګه ولمانځي. ده ووئيل چې دا هغه ورځ ده كله چې هند د طاقت او دوكې د لارې زمونږ په خاوره قبضه وكړه او تر اوسه ئې په لويه پېمانه د بشري حقونو خلاف ورزې روانې ساتلې دي. ده ووئيل چې كشميرې اولس په ټولو جائز طريقو خپل د خپلواكې حق غواړي خو هند د ظلم چالونو سره د كشميريانو غږ د خاموش كولو هڅې كوي. مير واعظ ووئيل چې مقبوضه جمو و كشمير په پوځي چاٶڼې بدل كړے شوے.