نيويارك 23 اکتوبر(اے پي پي) د چين د ټرانسپورټ وزير ډائي ډونګ چانګ د چين پاكستان اقتصادي لارې﴿سي پېك﴾ په اړه د هند اعتراضات رد كولو سره وئيلي دي چې دا د اقتصادي مرستې پروژه ده چې كومې دريمې ډلې سره هېڅ تعلق نه لري، سي پېك د هند خپلواكې او سيمه ايزې سلامتيا سره هېڅ تعلق نه لري. د چين وزير دا خبرې د هندي استازي لخوا په ورچوئل بريفنګ كښې د اعتراضاتو په ځواب كښې كړې. د هند استازي د بريفنګ په مهال ووئيل چې هغه په سي پېك د بېلټ اېنډ روډ اقدام په فلېګ شپ پروژه كښې ګډون نه شي كولې. ده دعوی كولو سره ووئيل چې دا د هند د سيمې نه تېرېږي. بل خوا په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان سفير منير اكرم چين سره د پاكستان مرسته په ډاګه كولو سره وئيلي دي چې سي پېك د نړۍ د رېل او روډ رابطې په لويو پروژو كښې يوه پروژه ده. پاكستاني سفير ووئيل چې مونږ په ا فغانستان كښې د امن بحالې د امكاناتو څخه خوشحال يو، چې ورسره به د اسيا په سيمو كښې په روابطو كښې اضافه وشي.