ټوکیو۔ 21 اکتوبر(اے پی پی) د جاپان په اتسونوميا ښار كښې د 5.8 شدت زلزلې جړقونه محسوس كړې شول۔ د چين خبر رسنې ادارې د جاپان موسمياتي ايجنسۍ (جے اېم اے) رپورټ حوالې سره ووئيل چې تېره ورځ د جاپان په اتسونوميا ښار كښې د 5.8 شدت زلزلې جړقونه محسوس كړې شول۔ د زلزلې مركز جاپان توچيكي صوبه كښې وو۔ د زلزلې د لاسه د كوم ځاني يا مالي زيان په اړه كومه اطلاع نه ده ترلاسه شوې۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د لزلې نه پس د سونامي كوم وارننګ نه دې جاري كړې شوې