چمن 05 مئي ﴿اے پي پي﴾ په چمن كښې د افغان بارډر پوليسو لخوا د مردم شمارې د عملې په حفاظت مامور د اېف سي په اهلكارو د ډزو په پېښه كښې يو تن شهيد شوے او د اېف سي څلور اهلكارو ٬ مېرمنو او ماشومانو پشمول 18 كسان ژوبل شوي دي۔ د پاك پوځ د آئي اېس پي آر څانګې له مخې د جمعې په سهار په چمن كښې …
په چمن كښې د افغان بارډر پوليسو لخوا د مردم شمارې د عملې په حفاظت مامور د اېف سي په اهلكارو ډزې

مزید خبریں
چمن 05 مئي ﴿اے پي پي﴾ په چمن كښې د افغان بارډر پوليسو لخوا د مردم شمارې د عملې په حفاظت مامور د اېف سي په اهلكارو د ډزو په پېښه كښې يو تن شهيد شوے او د اېف سي څلور اهلكارو ٬ مېرمنو او ماشومانو پشمول 18 كسان ژوبل شوي دي۔ د پاك پوځ د آئي اېس پي آر څانګې له مخې د جمعې په سهار په چمن كښې افغان بارډر پوليسو د مردم شمارې د عملې په حفاظت مامور د اېف سي په اهلكارو ډزې وكړې او په نتيجه كښې ئې يو تن شهيد او د اېف سي 4 اهلكار٬ مېرمنو او ماشومانو پشمول 18 كسان ژوبل شول۔ په ډزو كښې يو كور ته هم زيان رسېدلې۔ د آئي اېس پي آر له مخې افغان چارواكو ته په سيمه كښې د روانې مردم شمارې په اړه اطلاع هم وركړې شوې وه او په دې لړ كښې د دواړو هېوادونو ترمېنځه په پوځي او سفارتي كچه روابط هم وو خو سره د دې هم د افغان ځواكونو لخوا ډزې شوې دي۔ تر وروستيو اطلاعاتو په چمن كښې په پاك افغان پوله د ډزو تبادله روانه ده او د چمن كراسنګ پوائنټ بند كړې شوې۔ ژوبل شوي كسان د كوئټې او چمن روغتونونو ته رسول شوي دي او د درې كسانو حالت اندېښمن ښودلې شوے









