
اسلام آباد۔7اکتوبر(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي فري فائر پاكستان ليګ ټورنامنټ سره به اي سپورټس وده ومومي، ځوانان به په اي سپورټس كښې په نړيواله كچه د پاكستان نامه روښانه كړي، په پاكستاني ځوانانو كښې اي سپورټس كلچر ته لا وده وركولو ته اړتيا ده۔ دا خبره هغه د فري فائر پاكستان ليګ په فائنل مقابلو كښې د برخه اخستونكو 12 لوبډلو ليډرز سره خبرو كښې وكړه۔ چوهدري فواد حسېن ووئيل هېواد كښې په اولني ځل په قامي كچه د اي سپورټس كېدل خوشبين دي۔ هغه ووئيل فري فائر پاكستان كښې كېدونكې اولنې اي سپورټس ټورنامنټ دے۔ هغه ووئيل ګيرينا د نړۍ تر ټولو نوموړې كمپني ده كومه چې د بېګو په مرسته پاكستان فري فائر قامي ټورنامنټ كوي ٬ په فري فائر ګېم كښې تر يو كروړه روپو انعامونه دي۔ په قامي كچه مقابلې ګټونكې ډله په نړيواله كچه مقابلو كښې برخه اخستې شي۔ چوهدري فواد حسېن ووئيل په لوبو كښې زياته خوښي لرونكي كوچنيان په كم عمر كښې لوئې رقم ګټلې شي۔ ملاقت كښی د قامي كچې فائنل مقابله كښی د ګډون كوؤنكو 12 لوبډلو ليډرز په شمول د بېګو د سوئيلي آسيا ريجنل هېډ جان ژانګ او نور استازي هم موجود ؤ۔ وفاقی وزير فری فائر ګرېنډ فائنل ایونټ كښې د برخه اخستونكو لوبډلو جرسيانې لاس ليك كړے او هغوي لپاره ئې د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ د فری فائر پاکستان لیګ ګرېنډ فائنل به په 10 اكتوبر پي سي هوټل كراچۍ كښې كېږي۔ ګرېنډ فائنل ایونټ فری فائر ای سپورټس به د پاکستان د یوټیوب چېنل او فېن پېج په شمول په پي ټي وي نېغه په نېغه ښودلې شي۔