
پېنډۍ 27ستمبر (اے پي پي) د پنجاب حكومت وياند فياض الحسن چوهان د امريکائي مجلې واشنګټن پوسټ كښې د وزيراعظم عمران خان په افغانستان كښې د طالبانو د نوي حكومت او د پاك امريكې اړيكو په موضوع خپور شوې آرټيكل ”دېر آيد درست آيد” بهترين مثال ګرځولو سره وئيلي دي چې د پاك امريکا په اړيكو تر نن يو پاكستاني واكمن دومره په مړانه موقف نه دې بيان كړې۔ ده ووئيل نن ګرده نړۍ د افغانستان په مسئله د وزيراعظم عمران خان د موقف تائيد كوي۔ ده ووئيل د پخوانو سياست مدارو د امريكا خوشحالولو پاليسيو زمونږ د هېواد مفاداتو ته ډېر زيان رسولې دې۔ده ووئيل آصف زرداري اونواز شريف د يو څو اربو ډالرو په خاطر د هېواد د عزت سودا كړې٬ د دغې ناسمې افغان پاليسۍ له امله د كال 2006 نه تر كال 2015 د 50 نه زيات وسله والو ډلو د جهاد په نامه د 16 زره نه زيات بريدونه كړې چې پكښې د پاكستان نزدې 80 زره كسان مړه او د پاكستان معيشت ته نزدې د 150 اربهډالرو معاشي زيان رسېدلې۔ وياند ووئيل نن نړۍ په افغانستان كښې طالبان حکومت سره په سوله ايزو اړيكو غور كوي٬د وزيراعظم عمران خان د روغې جوړې فارموله نن په منطقه كښې د تل پاتي امن سبب جوړېږي