چمن 27 ستمبر (اے پي پي)د وزيراعظم عمران خان په خاص هدايت په چمن كښې په پاك افغان پوله د نېشنل بانك برانچ پرانستلې شو۔دا برانچ په كسټم هاؤس كښې د تجارانو او كسټم كيلئر كونكو آسانيو لپاره پرانستلې شوې۔د برانچ پرانسته د نېشنل بانك د بلوچستان آپرېشن ان چيف كوئټه ريجن شاه زېب خان كاسي او د چمن كسټم اسسټنټ كمشنر عطاﺀ الله ناصر وكړه۔په دې موقع نور چارواكي هم موجود وو۔تجارانو د برانچ د پرانستې هركلے كړې