اسلام آباد13ستمبر (اے پي پي)د عوامي نېشنل پارټۍ مركزي وياند زاهد خان وئېلي دي د منطقې بدل شوي صورتحال په خاص توګه افغانستان او د هېواد په مسئلو د مركزي كابينې غونډه(نن)د نهې په ورځ 11 بجې په اسلام آباد كښې كېږي چې مشري به يې مركزي سينئر نائب صدر امير حېدر خان هوتي كوي۔د كابينې په غونډه كښې به د ټولو صوبو صدران او جنرل سېكرټريز هم ګډون كوي۔د اے اېن پي وياند له مخې د مركزي كابينې نه وروستو به د شورو په ورځ د مركزي مجلس عامله غونډه كېږي چې كښې به د ټول هېواد څخه غړي ګډون كوي۔په غونډه كښې به د منطقې په خاص توګه د افغانستان په بدل شوي صورتحال تفصيلي بحث كېږي۔دې سره سره په سيمه ايز٬ملكي او نړيوال سياسي صورتحال هم به خبرې كېږي۔د مركزي مجلس عامله غوڼډې نه پس به د زيارت په ورځ ماسپښين درې بجې مركزي سينئر نائب صدر امير حېدر خان هوتي مېډيا سره خبرې كوي۔