لاهور۔12ستمبر(اے پی پی) صوبائی الېکشن کمشنر غلام اسرار خان دوهم كمشنر عمر شېر چټھه سره د كنټونمنټ بورډ بلدياتي ټاكنو په لړ كښې د لاهور د بېلو پولنګ سټېشنونو دوره وكړه۔ هغوي په پولنګ سټېشنونو د انتظاماتو جاج واخست او د پولنګ عمل ئې د اطمينان وړ وګرځولو۔ د والټن او کېنټ په سيمو كښې د بېلو پولنګ سټېشنونو دورې په مهال صوبائي الېكشن كمشنر د امنيتي انتظاماتو ستائنه وكړه۔ په دې موقعه اے سی کېنټ ذیشان نصراللہ رانجھا او اېس پی کېنټ هم دوئي سره موجود وو۔