پېښور ۔12 ستمبر(اے پی پی) خېبر پختونخوا كښې د كورونا مثبت كېسونو شرح 4.1 فيصده ته ورسېده۔ د خېبر پختونخوا د روغتيا څانګې لمخې د تېرو 24 ساعتو په مهال د مثبت كېسونو تر ټولوزياته شرح 15 فيصده په چارسده كښې رامخې ته شوه۔ د صوبې په نورو ښارونو كښې پېښور 9 ٬ نوښار 3 ٬ مردان 8 ٬ صوابۍ 7 ٬ چترال اپر 3 ٬ چترال لوئیر13، مالاکنډ 3 ٬ سوات 5 ٬ شانګله 0 ٬ دیر لوئیر0 ٬ دیراپر3 ٬ بونیر0 ٬ اېبټ آباد 3 ٬ باجوړ13 ٬ تورغر0 ٬ هری پور1، مانسهرہ1 ٬ کولائی پالس 0 ٬ بټګرام0 ٬ کوهستان لوئیر0 ٬ کوهستان اپر0 ٬ کرم0 ٬ کوھاټ1، هنګو1،کرک0 ٬ بنوں5 ٬ اورکزئی 1 ٬ قطبي وزیرستان0 ٬ لکی مروت0 ٬ ډی آئی خان3 ٬ ټانک0 او سوئيلي وزیرستان كښې 0 فیصده ريكارډ كړې شوه۔ په دې مهال خېبر پختونخوا كښې په يوه ورځ كښې 11537 نوې ټېسټونه وكړې شول