د پېښور په دريو روغتونو كښې د كرونا رنځورانو شمېره 425 ته ورسېده

پېښور 08ستمبر (اے پي پي) د پېښور په دريو تدريسي روغتونو كښې د كرونا رنځورانو شمېره 425 ته رسېدلې ۔ د روغتون انتظاميي له مخې په لېډي ريډنګ هسپتال كښې 179 د كرونا رنځوران پراته دي او د تېرو 24 ساعتو په مهال 23 نور داخل كړې شوي٬ په آئي سي يو كښې په وينټيليټرز 14 رنځوران داخل دي او 12 صحت مند كېدو نه پس ډسچارج كړے شوي۔ دغسې دحيات آباد په ميډيكل كمپلېكس كښې 128 كسان داخل دي چې په كښې 26 په وېنټيلېټرز پراته دي او 16 نوې رنځوران هم داخل كړې شوي او 16 د ښه كېدو نه پس دسچارج شوي او په روغتون كښې د كرونا له امله د يو كس د مرګ تصديق هم شوے ۔ په خيبر ټيچنګهسپتال كښې د كرونا 118 رنځوران داخل دي او د كرونا رنځورانو لپاره 122 كټونه مختص كړے شوي٬ په وېنټيليټرز 28 رنځوران پراته دي او د كرونا 5 نور رنځوران داخل شوي دي