خېبر پښتونخوا كښې د كورنا مثبت كېسونو شرح 6.8 فیصد ته ورسېده

پېښور۔30 اګست(اے پی پی) خېبر پښتونخوا كښې د كورنا مثبت كېسونو شرح 6.8 فیصده ته رسېدلې ۔ د خېبر پښتونخوا د روغتيا څانګې له مخې د تېرې ورځې په مقابل كښې د كورونا په شرح كښی 1 فيصد اضافه شوې ۔ په كرك كښې د مثبت كېسونو تر ټولو زياته شرح 50 فيصد ريكارډ كړې شوه۔ باجوړ كښې 36، اېبټ آباد كښې 18او پېښور كښې 10فیصد شرح ريكارډ كړې شوې۔ د صوبې په 13 ضلعو كښې د كورونا مثبت كېسونو شرح اوس هم صفر ده۔ بلخوا د صوبې په 8 ضلعو كښې د كورونا كېسونو شرح 5 فيصد نه كمه ده۔