سوله ايز افغانستان د پاكستان په ګټه دے۔ نوید شریف

لاهور۔29 اګست(اے پی پی) د پاكستان تحريك انصاف مشر مركزي لارښود نويد شريف وئيلي دي سوله ايز افغانستان د پاكستان په ګټه دے۔ د طالبانو دا بیان چې د افغانستان خاوره به د کوم بل هیواد په ضد كارولے نه شي د ستائنې وړ دے۔ په خپل يو بيان كښې هغه ووئيل د افغانستان په مسئله د وزيراعظم عمران خان څو كاله پخوانے دريځ نن ګرده نړۍ تسليموي۔ هغه ووئيل هند په سيمه كښې سوله راوستلو له هېڅ رول نه دې لوبولو بلكې منفي فعاليتونو ئې حالات ناوړه كړي دي۔ هغه ووئيل هند د رياستي ترهګرۍ تر ټولو لويے كردار دے كوم چې د پاكستان په ضد د ترهګرۍ منصوبه بندي او مالي مرسته كوي او ټوله نړۍ له دې څخه ښه خبر ده