اسلام آباد 25 اپرېل (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار وئيلي دي چې د مائيكرو اكنامك استحكام ترلاسه كولو نه پس حكومت په شرح نمو كښې په تندې سره اضافه كولو او پائيدار پرمختګ لپاره هڅې كوي٬ زمونږ سټاك ماركيټ د نړۍ د غوره كاكردګې څرګندونه كوونكو په پنځو لويو ماركيټونو كښې شامل دے٬ امريكائي سرمايه كار دې په پاكستان كښې د سرمايه كارې زړه راښكونكو …
د مائيكرو اكنامك استحكام ترلاسه كولو نه پس حكومت په شرح نمو كښې په تندې سره اضافه كولو او پائيدار پرمختګ لپاره هڅې كوي
اسلام آباد 25 اپرېل (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار وئيلي دي چې د مائيكرو اكنامك استحكام ترلاسه كولو نه پس حكومت په شرح نمو كښې په تندې سره اضافه كولو او پائيدار پرمختګ لپاره هڅې كوي٬ زمونږ سټاك ماركيټ د نړۍ د غوره كاكردګې څرګندونه كوونكو په پنځو لويو ماركيټونو كښې شامل دے٬ امريكائي سرمايه كار دې په پاكستان كښې د سرمايه كارې زړه راښكونكو موقعو څخه استفاده وكړي۔ په واشنګټن كښې د امريكې پاكستان بزنس كونسل غړو ته په خپله وېنا كښې ده ووئيل چې اوسنې حكومت د معيشت په ټولو څانګو كښې سپېځلتيا باور كولو لپاره پوخ عزم لري او پھ دې لړ كښې حكومت يو شمېر نړيوالو ادارو سره په ګډه كار كوي۔ د خزانې وزير ووئيل چې د سپېځلتيا د لارې د ګورننس بهتري او د ترهګرې په ضد په ضد د جنګ پشمول د ټېكس پټولو خاتمه د حكومت په ترجيحاتو كښې شامل دي۔ اسحاق ډار ګډون كوونكو ته ووئيل چې د پاكستان په نړيوال رېټنګ كښې د تېرو څلورو كلونو په مهال ځانګړې بدلون راغلې او رېټنګ د منفي نه مثبت شوے۔ په دستوره كښې د جنرل انجينئرنګ٬ بوئنګ٬ لاك هېډ مارټن٬ پراكټر اېنډ ګېمبل٬ مون سېنټو٬ اېكسن موبل٬ موټرولا٬ اېر او د كوكاكولا پشمول د يو شمېر نړيوالو كمپنو استازو ګډون وكړو او د پاكستاني حكومت هڅې ئې وستائيلې۔









