خېبر پختونخوا كښې د كورونا مثبت كېسونو شرح 4.9 فیصده ته ورسېده

پېښور ۔27 اګست(اے پی پی) خېبرپختونخوا كښې د كورونا مثبت كېسونو شمېره 4.9 فيصده ته رسېدلې ۔ د خېبر پختونخوا د روغتيا څانګې رپورټ له مخې د تېرو 24 ساعتو په مهال د مثبت كېسونو تر ټولو زياته شرح 54 فيصد په هنګو كښې ريكارډ كړې شوې۔ د صوبې په نورو ښارونو كښې پېښور كښې 10، نوښار كښې 14،مردان كښې 5،صوابۍ كښې 7، بره چترال كښې 33، كوز چترال كښې 17،مالاکنډ كښې 2، سوات كښی 4، شانګله كښې 4، كوز دیر كښې 2،اېبټ آباد كښې 8،مانسهرہ كښې 9، هری پور كښې 1،کوھاټ كښې 5، ډي آئی خان كښې 12 او ټانك او سوئيلي وزيرستان كښې 1 ٬ 1 فيصده ريكارډ كړې شوې