د حيات آباد مېډيكل كمپليكس ډاكټر د كووډ 19 څخه په حق ورسېد

پیښور 26 اګست(اے پی پی)د پیښور حيات آباد مېډيكل كمپليكس ډاكټر ظاهر شاه د كووېډ 19 له امله په حق رسېدلے٬د دې نه پس د مړو شوو ډاكټرانو شمېره 70 ته رسېدلې۔د پروونشل ډاكټر ز اېسوسي اېشن له مخې پروفيسر ډاكټر ظاهر شاه په كورونا وائرس اخته شوے ؤ او د څو ورځو راهسې په پیښور حيات آباد مېډيكل كمپليكس كښې داخل و۔ډاكټر ظاهر شاه د خېبرټيچنګ چيف ايګزېكټو او د خېبر مېډيكل كالج پروفيسر پاتې شوے ؤ