هري پور10اګست (اے پي پي)په هري پور كښې د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس نور 30 كېسونه رپورټ شوي. د سركاري شمېرو له مخې په هري پور كښې د كورونا د فعاله كېسونو شمېره 214 ده او د كورونا شرح 4.18 فيصد ده. د ډاكټر اېسوسي اېشن هري پور صدر ډاكټر حسنېن رضا ترابي وئيلي دي د كورونا اوسنې چپه ډېره خطرناكه ده، وګړي دې حكومتي اېس او پيز عملي كړي، د ماسك استعمال دې وكړي او د ګڼې ګوڼې ځايونو ته د تللو څخه دې ډډه وكړي