د بلوچستان د كورنيو چارو وزير مير ضياالله لانګو په سركي روډ د كريكر بريد غندنه وكړه

كوئټه10اګست (اے پي پي) د بلوچستان د كورنيو چارو وزير مير ضياالله لانګو په سركي روډ د كريكر بريد غندنه كړې او د اړوندو چارواكو څخه ئې د پېښې رپورټ طلب كړے. په خپل يو بيان كښې د كورنيو چارو صوبائي وزير ووئيل بزدل ترهګر او د دوي سهولت كار به د پټېدو ځاے پېدا نه كړي. ده په بريد كښې د ژوبل شوي ماشوم طبي مرستې لپاره اړوندو چارواكو ته هدايت هم وكړو.