فېصل آباد۔10اګست (اے پی پی) فېصل آباد كښې به د خالي ورځ 14 اګست د آزادۍ ورځې په توګه په قامي جوش لمانځلې شي۔ سهار 2 دقيقې كم 8 بجې به سائرن غږولے شي۔ دې نه وروستو به يوې دقيقې لپاره خاموشي اختيار كړې شي۔ په دې موقعه به قامي سرود او ملي سندرې وړاندې كولې شي۔ د فېصل آباد ضلعی انتظامیې وياند وئيلي د بېرغ هسك كولو مركزي دستوره به ضلع كونسل كښې كولې شي۔ كومه كښې به چې مهم ډویژنل او ضلعی انتظامي چارواكي ، د اسمبلۍ غړي ٬ د تحريك انصاف كاركنان او د ژوند بېلو څانګو سره تعلق لرونكي وګړي ګډون كوي۔ هغه ووئيل د آزادۍ ورځې په لړ كښې كېدونكو دستورو كښې به په كورونا اېس او پيز عمل كولې شي۔ هغه ووئيل د آزادۍ ورځې په لړ كښې به بېلې دستورې كولې شي٬ دغسې د تعليمي ادارو په شمول نورو ځايونو كښې به بشپړه شجركاري هم كولې شي۔ هغه ووئيل د پروګرام له مخې د سهار مونځ نه وروسته د ضلعې په ټولو جوماتونو كښې به د هېواد او قام سلامتيا او د كشمير آزادۍ له به خصوصي دعاګانې غوښتلې شي۔ د شپی به سركاري او نجي ودانۍ روښانه كولې شي۔ هغه ووئيل دا ډول دستورې به د ضلعې په نورو تحصيلونو كښې هم د اسسټنټ كمشنرز د لارښونې له مخې كېږي۔