د آزادۍ جشن بايد په دې عزم ولمانځؤ چې مونږ له به هېواد سپرليخېزه جوړولو سره د خپل راتلونكي كول سباؤن محفوظول وي۔ د پي اېچ اے ډي جي

فیصل آباد۔10اګست(اے پی پی) د پاركس اېنډ هارټيكلچر اتھارټي فېصل اباد ډي جي عاصمه اعجاز چيمه وئيلي دي ژوندي قامونه د خپلې آزادۍ ورځ په جوش او ولوله لمانځي۔ 14 اګست نه يوازې زمونږ د آزادۍ بلكې د لوظ د پخلي ورځ هم ده ولې چې زمونږ مشرانو دا هېواد په بلها قربانيو ترلاسه كړے ځكه د دې پرمختګ او سوكالۍ لپاره به هر يو وګړي له د خپلې برخې …

فیصل آباد۔10اګست(اے پی پی) د پاركس اېنډ هارټيكلچر اتھارټي فېصل اباد ډي جي عاصمه اعجاز چيمه وئيلي دي ژوندي قامونه د خپلې آزادۍ ورځ په جوش او ولوله لمانځي۔ 14 اګست نه يوازې زمونږ د آزادۍ بلكې د لوظ د پخلي ورځ هم ده ولې چې زمونږ مشرانو دا هېواد په بلها قربانيو ترلاسه كړے ځكه د دې پرمختګ او سوكالۍ لپاره به هر يو وګړي له د خپلې برخې كردار ترسره كول وي۔ د نهې په ورځ خپل دفتر كښې ميډيا سره د خبرو په مهال هغې ووئيل د وزیراعظم عمران خان او د پنجاب وزيراعلی عثمان بزدار ويژن کلین اېنډ ګرین پاکستان كمپائن ترسېوري لاندې بايد هر يو پاكستانے وګړے د آزادۍ جشن په ورځ د يو بشر دوه شجر په لړ كښې د خپلې برخې بوټي نال كړي۔ هغې ووئيل د 14 اګست په موقع به د وګړو ترمينځه د پي اېچ اے لخوا بوټي وېړيا وېشلې شي۔ هغې ووئيل هره يو طبقه د هېواد په كلين ګرين جوړولو متفق ده۔ هغې زياته كړه چې د اګست تر 14 مې نېتې د پلانټېشن په لړ كښې بېل پروګرامونه كولې شي چې له مخې ئې هره ورځ بوټي نالولې شي۔ هغې ووئيل په راتلونكو ورځو كښې به فېصل آباد ښار كښې په 20 ځايونو د مياواكي ټېكنالوجۍ د لارې اونې بوټي نالولې شي كومې به چې د فېصل آباد وګړو لپاره ډالۍ وګرځي۔ هغې په وګړو زور راوړو چې هغوي د خپلواکۍ جشن په دې عزم سره ولمانځي چې خپل هېواد به سپرلي خيزه جوړوي دغسې چې د خپل راتلونكي كول سباؤن محفوظ كړے شي۔ هغې زياته كړه چې هر كوچنې ٬ ځوان ٬ مشر ٬ كوچنيانې او مېرمنې دې خپل چاپېرچل كښې دوه بوټي ضرور نال كړي او بيا دې د هغې خيال اوساتي دغسې چې دا بوټي د وده كولو سره د فضائي او چاپېريال خيرنتيا ختمولو له مرستيالې وګرځي