كوئټه كښې د بمي چاؤدنې پېښه – دوه پوليس اهلكار شهيد ٬ د 8 اهلكارو په شمول 12 ژوبل

کوئټه ۔8 اګست(اے پی پی) كوئټه كښې سرينا هوټل ته نزدې په يونټي چوك رامخې ته شوې د بمي چاؤدنې پېښه كښې دوه پوليس اهلكار مړه او د 8 نورو اهلكارو په شمول 12 كسان ژوبل شوي دي۔ د بلوچستان حكومت وياند لياقت شهواني له مخې چاؤدېدونكي توكي يو سائيكل كښې په ځائې كړې شوي وو۔ دې چاؤدنه كښې د پوليس ګاډې په نخښه كړې شو۔ د چاؤدنې په نتيجه …

کوئټه ۔8 اګست(اے پی پی) كوئټه كښې سرينا هوټل ته نزدې په يونټي چوك رامخې ته شوې د بمي چاؤدنې پېښه كښې دوه پوليس اهلكار مړه او د 8 نورو اهلكارو په شمول 12 كسان ژوبل شوي دي۔ د بلوچستان حكومت وياند لياقت شهواني له مخې چاؤدېدونكي توكي يو سائيكل كښې په ځائې كړې شوي وو۔ دې چاؤدنه كښې د پوليس ګاډې په نخښه كړې شو۔ د چاؤدنې په نتيجه كښې دوه پوليس اهلكار نياز احمد او علي اكبر شهيدان شول۔ پېښه كښی ژوبل شوي سول سنډیمن روغتون ته منتقل كړې شوي دي۔ د چاؤدنې نه وروسته سيمه محاصره كړې شوه او شواهد جمع كړې شؤ۔ د بلوچستان حكومت د چاؤدنې غندنه كولو سره ووئيل ترهګر به خپلو ناوړه مقصودونو كښې كامياب نه شي۔