چاغي 05 اګست (اے پي پي)د ټول هېواد غوندې په چاغي كښې هم د كشمير استحصال ورځ ولمانځلې شوه۔د دالبندين اسسټنټ كمشنر جاودېد ډومكي په مشرۍ كښې په دالبندين كښې احتجاجي لاريون ويستلے شو او د پرس كلب وړاندې مظاهره وشوه۔په دالبندين كښې په ويستلې شوي لاريون كښې ډسټركټ پوليس افسر انور باديني٬تحصيلدار اكبر علي مزار زئي٬اېس اېچ او او خالد باديني پشمول د ځايې سكولونو زده كونكو په لويه شمېره ګډون وكړو چا چې په لاسونو كښې بينرز او پلے كارډز پورته كولو سره په مقبوضه كشمير كښې د هندي ظلمونو او د سيمې منفرد حېثيت ختمولو سخته غندنه وكړه۔مظاهرينو د هند په ضد او د كشمير آزادۍ له نعرې وهلي۔