جعفر آباد كښې د كشمير استحصال ورځې لاريون وشو

كوئټه 05 اګست (اے پي پي)جعفرآباد كښې د كشمير استحصال ورځې لاريون شوے۔په لاريون كښې د جعفرآباد ډپټي كمشنر رزاق خان د حجك اساتزه سكول ماشومانو ٬ سول سوسائټۍ سياسي٬سماجي او مذهبي ګوندونو٬خبريالانو٬سوداګرو او سركاري ملازمانو په ګڼ شمېر ګډون وكړو۔په احتجاجي لاريون كښې ګډون كوونكو د مودي سركار په ضد نعرې ووهلې او د كشميريانو وروڼو په حق كښې ئې نعرې وهلې۔ګډون كوونكو بينرز او پلے كارډ پورته كړي وو۔