د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی د اوسنيو بارانونو له امله په صوبه كښې په شوي ځاني او مالي زيان د افسوس څرګندونه وكړه

پېښور31 جولائي (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی محمود خان د اوسنيو بارانونو له امله د صوبې په بېلو ضلعو كښې په شوي ځاني او مالي زيان د افسوس څرګندونه كړې۔ په خپل يو بيان كښې وزيراعلٰی د دې بارانونو په نتيجه كښې په شويو پېښو كښې د دريو كسانو په مړينه غم جنو كورنيو غمرازي او يووالي څرګندونه وكړه۔ ده د مړو شويو كسانو بخښنې او غم جنو كورنيو له د زغم دعا وكړه او وې وئېل چې صوبائي حكومت د ځپليو په غم كښې برابر شريك دے او هغوي به يواځې نه پرېږدو