كوئټه 30 جولائي (اے پي پي)د آئي ټي او ټېلي كميونيكېشن وفاقي وزير سيد امين الحق وئېلي دي چې د وزيراعظم عمران خان د ويژن له مخې به كمزورو او په تېر وخت كښې د پرمختګ څخه پاتې شوې سيمو ته په هر سيكټر كښې پرمختګ وركولې شي٬د بلوچستان پسماندګۍ او بې روزګاري به نظر كښې نيولو سره د آئي ټي په څانګه كښې د هغه ځاې ځوانانو ته د روزګار موقعې وركولې شي٬په دې لړ كښې به بلوچستان سره تعلق لرونكو 100 زده كونكو ته د آئي ټي په اړه انټرن شپ وركولې شي۔ ده دا خبرې د جمعې په ورځ په كوئټه كښې د سافټ ويئر ټېكنالوجي پارك دورې او مېډيا ته د بريفنګ وركولو په مهال وكړې۔ په دې موقع د ادارې ډائرېكټر محمد اصف په بلوچستان كښې د انفارمېشن ټېكنالوجۍ په اړه وفاقي وزير ته بريفنګ وركړو او د مسئلو څخه يې خبر كړو۔ وفاقي وزير سيد امين الحق ووئيل چې د وزيراعظم ډيجيټل پاكستان وژن له مخې به تر دسمبر 2022 د بلوچستان پشمول په ټول هېواد كښې 5G نېټ ورك خپرولې شي۔