د خېبر پښتونخوا وزيراعلٰی په اوسنيو بارانونو كښې په ځاني او مالي زيان غمرازي ښكاره كره

پېښور 29 جولائي (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزيراعلٰی محمود خان په اوسنيو بارانونو كښې د صوبې په بېلا بېلو برخو كښې په ځاني او مالي زيان غم رازي ښكاره كولو سره د اړوندو ضلعو انتظاميې ته په ځپليو سيمو كښې د مرستې چارو ګړندۍ كولو هدايت كړے. ده ووئيل د باران ځپليو ضلعو انتظاميه دې ځپليو خلقو لپاره په وخت ريليف باوري كړي. ده ووئيل حكومت به ځپلي يوازې نه پرېږدي او د دوي به هر ډول ممكنه مرسته كولې شي. وزيراعلٰی محمود خان ووئيل د ټولو ضلعو انتظاميه او رېسكيو ادارې د كوم هم بېړني صورتحال مخ نيوي لپاره هر وخت چمتو دي.