کوئټه 27 جولائي (اے پي پي) د بلوچستان اسمبلۍ سپيکر مير عبدالقدوس بزنجو آزاد کشمير كښې د ټاكنو په مهال وظيفه ترسره كوونكو د پاك پوځ د ګاړي په پېښه كښې په شوي ځاني زيان د افسوس څرګندونه كړې ۔ د غمرازۍ په خپل يو پيغام كښې ده ووئيل د شهيدانو وارثانو په غم كښې برابر شريك يو۔ ټول پاكستانيان د پاك پوځ جذبې ته سلام كوي۔ده ووئيل پاك پوځ په خاص توګه د آزاد کشمير په ټاكنو كښې امن په ځاے ساتلو په اړه قربانۍ وركړي كومي به چې عمر له ياد ساتلې شي