د تربيلا ډېم 16 پيداواري يونټس څخه د برېښنا پيداوار 3912 ميګاواټ ريکارډ شو

هري پور 27 جولائي (اے پي پي) د تربيلا ډېم 16 پيداواري يونټس څخه د برېښنا پيداوار 3912 ميګاواټ ريکارډ کړے شوے، د تربيلا ډېم وياند له مخي پرله پسې بارانونو له امله تربيلا ډېم كښې د اوبو كچه د زياتيدو نه پس ليول 1497.60فټ ته رسيدلې،ډيم ته د اوبو راتګ 212400 او وتل 135000کيوسك دي ۔تربيلا ډېم په 16 كښې يو پيداواري يونټ بند او د پينځلسو يونټس څخه د برېښنا پيداوار 3912 ميګاواټ ريکارډ کړے شوے